په سرپل ولایت کې ۵ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

15 Views

هندوکش ــ سرپل: د سرپل ولایت مرکز ته څېرمه دافغان هوايي ځواکونو په بریدونو کې ۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دسرپل ولایت سیمه ایز چارواکي وايی، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو غوښتل دسرپل ولایت په مرکزي برخو باندې بریدونه پیل کړي، خو دافغان ځواکونو په وخت خبریدو او اقداماتو په ترڅ کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول او دوي دوسلواو مهماتو ډیپوه ګانې دافغان هوايي ځواکونو له خوا له منځه یوړل شوې.
چارواکي وايي، چې په یادو بریدونو کې ملکي کسانو او افغان ځواکونو ته هیڅ تلفات نه دي اوښتي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments