په سرپل ولایت کې له یوې خونړۍ چاودنې څخه مخنیوی وشو

comments 0

61 Views

هندوکش – سرپل: دسرپل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو دسرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ دمهاجرینو په کلي کې چاودیدونکي توکي په یوه دیګ بخار کې ځاي پرځای کړي وو،چې غوښتل یې یادو چاودیدونکو تو کو ته چاودنه ورکړي اوبې ګناه ملکي وګړي شهیدان کړي،چې په ترڅ کې له چادونې څخه مخکې دافغان امنیتي ځواکونو له خوا کشف له منځه یوړل شول او دیوې سترې خونړۍ چاودنې څخه مخنیوي وشو.
چارواکي وایی، وسلوالو طالبانو په جګړه کې ماتې خوړلې او افغان ځواکونه به هیڅکله دوي ته د داسې ترهګریزو بریدونو دترسره کولو اجازه ورنه کړي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments