په سرپل ولایت کې روغتیايي خدمتونه زیات شوي دي

comments 0

53 Views

هندوکش – سرپل: چارواکي وايي، چې په سرپل کې خلکو ته دروغتیاي خدمتونو کچه لوړه شوې او دنارغانودرملنې لپاره په وخت رسیده ګي کیږي، دسرپل سیمه ایز چارواکي زیاتوي، چې په دې ورستیو کې په سرپل ولایت کې د۷ روغتیاي مرکزونو په جوړیدو سره دخلکو ۸۵ سلنه روغتیاي ستونزې حل شوي دي.
دسرپل ولایتي شورا غړي وايي، چې یادو روغتیايي مرکزونو په جوړیدو سره دسرپل دولسونو ستونزې دپخوا په پرتله کمي شوي دي، دوي همداراز دعامي روغتیا له وزیر فیروزالدین فیروز څخه مننه وکړه، چې سرپل ولایت ته یې ځانګړې پاملرنه کړې.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments