په سرپل ولایت کې د ۱۵ تنو طالب قوماندانانو په ګډون ۱۵۰ تنو طالبانو له جګړې لاس واخیست

comments 0

1429 Views

هندوکش ـ سرپل: د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د ۱۵ تنو طالب قوماندانانو په ګډون ۱۵۰ تنو طالب وسلوالو له جګړې لاس واخیست او د سولې له ملي پروسې سره یوځای شول.
سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې یادو وسلوالو په خپلو کړنو پښیمانه دي او له نورو طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې حقیقت درک کړئ او د سولې له ملي پروسې سره یو ځای شول.
دوی زیاتوي، چې تسلیم شوو طالبانو ۱۵۰ میله سپکې او درنې وسلې هم امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.
په ورته وخت کې د سرپل ولایت اوسیدونکو د طالبانو له یادې کړنې څخه هرکلی کړی او په طالبانو یې غږ کړې چې نور د بې ګناه وګړو له وژلو څخه لاس واخلئ او سوله وکړئ.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments