په سرپل ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې مرستیال ووژل شو

comments 0

9 Views

هندوکش ـ سرپل: د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د سرپل ولایت لپاره د طالبانو د سرې قطعې مرستیال عبدالله د یو لړعملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو علمیاتو کې د وژل شوي طالب سربیره ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ترلاسه شوي دي.
دوي وايي، چې د نوموړي طالب وسلوال په وژل کیدو سره به د یاد ولایت په امنیتي وضعیت کې د پام تغییر راشي.
په عین حال کې د یاد ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ په طالبان غږ وکړ، چې جګړه بس کړئ او د سولې لاره غوره کړئ.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments