په سختو حالاتو کې د لویو لارو بندوالی، څوک مسول دي؟(حکومت که طالبان):عبدالله توخی

comments 0

0 Views

له بیګاه راهیسې تر دوو زرو ډير مسافر په زابل کې په لویه لار کې بندپاتې دي، ددې لويي لارې د بندیدا که یو لامل طبیعي آفات خصوصا سيلاوونه وي خو اصليلامل يي جګړه او هلته پرلویه لاره له تیرو ۱۷ کلونو را هيسې حاکم وحشت دی.
هغه خلک چې پر دې لاره يي تګ راتګ کړی دی دوی ته ښه ور معلومیږي چې طالب ترهګرو څنګه پاخه پلونه،پلچکونه او نورتاسيسات په بمونو له منځه وړي دي، لویه لاره خرابه شوې او ددې لارې په اوږدو کې د طالب د برید له ډاره ولس ته د مرستې رسول آسانه کار نه دي.
د کندهار ـ کابل لویه لاره په نړۍ وال معيار جوړه شوې وه، زیانمنونکو سیمو ته جدي تدابیر نیول شوي وو، په هغو سیمو کې چې د سیلاو راوتلو خطرونه وو پاخه پلونه جوړ شوي وو خو موږ ددې لپاره چې نور خوشاله کړو د يو ميلیون ډالرو پل مو د لس زره کلدارې بوشکې پر مټ وران کړ، همدا د نورو د خوشالۍ لپاره پر موږ تپل شوې جګړې يوازې موږ ونه وژلو بلکه طبيعي آفات يي پر موږ برلاسي کړل، له وچکالي سره مخ شو، بې سواده، بې کوره او در په در هم شو.
ستونزه دا نه ده چې حکومت به د طبیعي پيښو له امله زیانمنو ته مرستې ونشي رسولای بلکه ستونزه داده چې هرې سيمې ته د نورو د ژغورنې په پار تګ د مرګ لامل کيږي، طالبان د مرستندویه کارکونکو پر کاروانونو هم بریدونه کوي، تاسو به لیدلي وي چې ماین پاکونکي برمته شوي، مسافر له موټرو کښته شوي، د خيریه ادارو له کارکونکو د خپلو موخو لپاره کار اخیستل شوی دی او داسې ډيرې نورې پيښې هم شوي دي چې دلته يي يادول به ډير وخت واخلي.
د کابل کندهار لویه لاره چې اوس له کوم وضعيت سره مخ ده لامل يي حکومتي بې کفايتي نه بلکه د طالب هغه وحشتونه دي چې ۱۷ کاله يي پر دې لاره ترسره کړي دي، دا چې د ډير وزن لرونکي موټر پر دې لاره ځي راځي لامل يي طالب دی، دا چې مسافر وړونکي موټر پر دې مرګونې لاره تيز تګ راتګ کوي او بیا مرګوني ټکرونه کيږي لامل يي دادی چې چیرته د طالب له کمين،بم، تلاشي او وحشت سره مخ نشي او دا چې نن سيلاونه راوتلي دي له بیګاه را هيسې دوه زره تنه مظلوم هیوادوال ايسار دي لامل يي طالب دی که طال پل نه وی روان کړی سيلاو زموږ عادي تګ راتګ نشوای درولای د کندهار پر لویه لاره په ټول تاریخ کې داسې پيښه نه ده شوې لکه بیګاه چې وشوه ځکه ددې لارې تاسیسات سم وو او تدابیرو خپل کار کاوو، دا لومړی ځل هم نه دی چې ډيرې واروې شوي دي که موږ ۴۰ کاله مخکې ته ولاړ شو تر دوو مترو واورې به کیدې،تګ راتګ به نه کيده خو داسې پيښې نه کيدې مګر برعکس په ۲۱ پيړۍ کې چې موږ هرڅه لرو د تپل شوې جګړې له امله د عادي سيلاو پر مهال دوه زره ساه کښ مخلوق اړ کيږي چې ځان تدریجي مرګ ته تسلیم کړي.
راځئ ښکاره مثال درکړم د هیواد په شمال کې تر سالنګ بله خطرناکه لاره هيڅ نشته په دولس مياشتو کې لږ تر لږه شپږ میاشتې پکې سخت ورښتونه وي خو تاسو کله اوریدلی دي چې په ناڅاپي ډول دې مسافر پکې بند شوي وي؟تاسو کله اوريدلي دي چې مسافر دې د خلکو په کورونو کې له مرګه د خلاصون په پار شپه تیره کړي؟ ځواب يي نه دی او ددې نه لامل دادی چې هلته لږ تر لږه امنيت شته، د طالب د کمين او یا وحشت ويره نشته او ځايي ادارې کړای شي په اسانۍ سره د خلکو مرستې ته ور ودانګي.
شونې ده ځينې د تعصب له مخې دا دلیل راوړي چې هلته خو نه پوهيږم بل قوم پروت دی،په حکومت کې برلاسي دي …. دادي او ها دي خوتر څو به ځان غلطوو ياد مو شي چې طالبانو په هلمند کې ډمبر شوی سړک څنګه په تراکتورونو قلبه کړ؟ ياد مو شي چې د پکتيکا او غزني تر منځ سړک يي څنګه له منځه يو وړ او یاد مو شي چې د کابل او کندهار پر لویه لاره تر سلو ډير پلونه چا په بمونو والوزول؟
طبیعي پيښې په هر هیواد کې کيږي، د الهي رحمت او قهر مخنیوی د انسان له سويي پورته خبره ده خو انسان د اشرف المخلوقات په توګه کړای شي وړاندوینه وکړي، تدابیر ونيسي او يا لږ تر لږه مرګ ژوبله راکمه کړي خو کله چې انسان وحشي شي، انسان د انسان بربادۍ ته زمينه سازي وکړي په داسې حالت کې انسان ژغورنه خيال او مهال کيږي.
په ګاونډي کندهار کې له بیګاه را هیسې د سيلاوونو ډار دی حکومت د بیړنیو مرستو لپاره شميرې اعلان کړي، له ځينو خطري سیمو خلک ويستل شوي دي، ځوانان د یو بل د خبریدا لپاره له ټولنيزو پاڼو استفاده کوي، خیریه ادارې لاس په کار شوي دي او د هوا پيژندنې اداره هره شيبه وضعیت له نيږدې څاري خو برعکس د زابل په شاه جوی کې ناورین دی او مسافر که د خلکو مرسته نه وی شونې ده بیګاه شپه يخني وژلی وی.
د سیستم ملاتړ د ولس په ګټه دی،له عامه تاسیساتو ساتنه زموږ او ستاسو دنده ده، د لس زره کلدارو په بدل کې د پاخه او معیاري پله الوزول دغسې ستونزې را ولاړولای شي او شونې ده تر دې بد او مرګوني حالت ته زمینه برابره کړي.
ځينې طالب پلوي چې د شاه جوی بیګنی ناورین د طالب په ګټه راڅرخوي دی ټر په پر پټوي، دوی هڅه کوي په دې حساس تاريخي پړاو کې يو وار بیا طالب ته برأت ورکړي خو دا کار ځکه ناشونی دی چې پر دې لاره هره ورځ تلونکي زرګونو خلک ددې شاهدان دي چې دا لاره څنګه وه او اوس څنګه ده.
هیله مې داده چې موږ د سږ کال له سختو ورښتونو زده کړو چې دلته يوازې جګړه نه بلکه طبیعي آفات او ساري ناروغۍ هم زموږ له مظلوم ولسه ژوند اخیستی شي راځئ د ملي تاسیساتو ساتنه ولسي فرض وبولو.
که طالب ځان ته قهرمان وايي او يا دلته د بهرنیانو شتون اشغال بولي له دولت او بهرنیانو سره د مبارزې ادرسونه معلوم دي دوی دې مهرباني وکړي له لویو لارو دې خپل سړي تښتونکي، بم ايښودونکي او وحشت خورونکي را ټول او پر خاصو ځايونو دې تمرکز وکړي، سرتیری تر پله لاندې بم نه ږدي، سرتیری په پله کې سنګر نه جوړوي او نه هم دولت غواړي پر پلو او سړکونو الوتکې کينوي که احیانا سبا دا وطن جوړيږي او طالب راځي دوی به ددې وحشت په اړه څه توجې لټوي؟
په هر حال په پای کې څو خبرې اړينې بولم:
۱ـ خلک باید په يو غږ چیرته هم چې طبيعي پيښې کیږی د خلکو مرسته وکړي، تیره شپه په شاه جوی کې ولسي زړه سوی واقعا د ستايلو وړ دی.
۲ـ عامه تاسیسات باید وساتو، بهرنیان به ځي،دا وطن او ددې وطن شاړې، میرې، پلونه، سړکونه او عامه تاسیسات زموږ دي.
۳ـ ولس باید حقیقت درک کړي او په دې پوی شي چې د یوې بوشکې په تړاو د دوی سکوت نن موږ له داسې حالت سره مخ کړي يو چې شپه په دښتو او واورو کې تیره وو.

Share this page to Telegram

Comments