په زابل کې ۶ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

42 Views

هندوکش – زابل: دزابل ولایت په شاه جوي ولسوالۍ کې دګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۶تنه د دولت مخالفین وژل شوي دي.
په جنوب کې د۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن صادق عیسي له رسینو سره په خبرو کې وویل، چې نوموړي عملیات تیره ورځ پیل شوي اونن به هم روان وي، نوموړي زیاتوي،چې په وژل شوو کسانو کې دطالبانو یو سیمه ایز قوماندان ملا حیات الله هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړه ، چې په یادو عملیاتو کې دمرګ ژوبلې سربیره ۲۵ کړۍ ماینونه او یو شمیر نورې مختلفې سپکې او درنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دزابل چارواکي وايي،چې په نوموړ عملیاتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments