په زابل کې موټر بم برید مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: نن سهار د زابل په مرکز کلات ښار کې د ملي امنیت پر قرول موټر بم برید شوی، چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د چاودني پرمهال له ملي امنیت سره نژدې د زابل ولایتي روغتون ته ‌‌‌‌‌‌ډېر زیان اوښتی.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، چي ټپيان یې شخصي روغتونونو ته انتقال کړي او د کندهار حوزه وي روغتون ته لېږدول شوي دي.
روغتيایي چارواکو تر دې مهاله د ۷ کسانو د وژل کېدو او د شاوخوا ۶۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
ویل کېږي، چي چاودنه ‌‌‌‌‌‌ډېره درنه وه او تر لیرې ساحو یې د کورونو، دوکانونو او دفترونو ښيښې ماتي کړي.
طالبانو د بريد مسووليت په غاړه اخستی او د ګڼو افغان سرتېرو د مرګ ژوبلي ادعا يې کړې ده.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments