په زابل کې د یوې چاودنې څخه مخنیوی وشو

comments 0

36 Views

هندوکش ــ زابل: د زابل ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د کابل_کندهار په لویه لاره جلدک سیمه کې د سړک پر غاړه ماین ځای پرځای کړی و او غوښتل یې چې ملکي وګړي او افغان ځواکونه پرې ووژني، چې د افغان ځواکونو د کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس کشف او له منځه یوړل شو.
د زابل ولایت امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، دسیمې اوسیدونکي له افغان ځواکونو سره بشپړه همکاري لري.
په ورته وخت کې دیاد ولایت اوسیدونکي د افغان ځواکونو له کړنو خوښ دي او د پوره همکارۍ ژمنه کوي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments