په زابل کې د ملکي او نظامي موټرو دتورو شیشو دپاکولو لړۍ پیل شوې

comments 0

24 Views

هندوکش ــ زابل: د زابل ولایت ځایی چارواکي وايي، چې تیره ورځ یې په زابل ولایت کې دنظامي او ملکي وګړوله موټرونو څخه دتورو شیشو دپاکولو، بې اسناده او غیرقانوني وسلو دراټولولولړۍ پیل کړې.
دزابل پولیس وايي،چې هیچاته به اجازه ورنه کړو، چې په زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له غیر قانوني وسلو او دموټر له تورو شیشو سره تګ راتګ وکړي.
دوي وايي، که له یادې پریکړې څخه کوم چا سرغړونه وکړه، قانون منګلولو ته به وسپارل شي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments