په زابل کې د بیرغ ملي ورځې دنمانځې په ویاړ مشاعره ترسره شوه

comments 0

4268 Views

هندوکش – زابل: په زابل ولایت کې ځوانانو،مدني فعالانو،لیکولانو، شاعرانو او د ادب مینوالو د ملي بیرغ د ورځې نمانځنې په ویاړ مشاعره ترسره شوه.
په یاده مشاعره کې لیکولانو دملي بیرغ په ویاړ لسګونه مقالې ګډونوالو ته واورول شوې اویاده ورځ یې یوه تاریخي ورځ وبلله
ورپسې شاعرانو او دیاد ولایت مدني فعالانو د بیرغ په ارزښت خبرې وکړې او ددې ورځې په نمانځنې یې شعرونه وویل.
یاد مراسم او مشاعره د زابل ولایت داطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت جوړه شوې وه.
دیادونې وړده، چې په هېواد کي دزمري ۷ دولسمشر له لوري د ۱۳۹۹ کال په کالیزه کې د بیرغ ملي ورځې په نوم نومول شوې او سږکال دهېواد په مختلفو
سيمو کې په رسمي او غیر رسمی شکل دهېوادوالو له خوا په ښو او شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments