په زابل کې دپوليو نوې پيښه ثبت شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: سږ کال په هیواد کې د پوليو يا ګوزڼ يوه نوې پيښه ثبت شوې ده. د یونېسف د ادارې د پولیو د پروګرام مسؤلین وايي چې په سويلي ولایت زابل کې د ماشومانو د پولیو یا فلج یوه نوې پېښه‌ یې ثبت کړې چې په دې سره په دې هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر شپږو ته لوړ شو.
آزادی رادیو نن چهار شنبه د ( زمری 18 ) د یونیسف اداری له قوله لیکلي دي چې د پولیو له دغو شپږو پېښو څخه دوه په کندهار، دوه په هلمند، یوه په زابل او یوه ‌يې په کندز ولایت کې ثبت شوې ده.
په هیواد کې د یونېسف د ادارې ویاند سید کمال شاه ويلي دي چې دغه نوې پېښه ‌یې تېره ورځ د زابل په ارغنداب ولسوالۍ د زیارت په کلي کې ثبت کړې ده.
د نوموړي په خبره، په دغې سیمه کې چې د پولیو پېښه رامنځته شوې، د پولیو ضد واکسین په‌ کې تطبیق کېږي او دغه کوچني څلور دورې د پولیو ضد واکسین اخیستی وو.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *