په زابل ولایت کې ۵۲ ګیلو ګرامه نشه یي توکي ونیول شول

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: د زابل ولایت پولیسو دیو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۵۲ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي دي، دنشه یي توکو په وړاندې دمبارزې پولیسو دیادو نشه یي توکو په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
دزابل ولایت امنیتی چارواکي وایي، یادو کسانو غوښتل یاد نشه یی توکي له کندهار څخه کابل ته ولیږدوي.
د دې ولایت امنیه قوماندان سمونوال معراج الدین سادات وایي چې دغه نشه مواد کریستال دي چې خورا زورور نشه یي مواد دي او قاچاق وړونکو غوښتل له دې لارې حرامې پيسې ترلاسه کړي او د خلکو ژوند تباه کړي.
نوموړي وویل د نشه يي توکیو پر وړاندي د زابل پولیس جدي مبارزه کوي
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments