په زابل ولایت کې ۱۹ طالب وسلوال وژل شوي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ زابل: دزابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د زابل ولایت په شهرسفا ولسوالۍ اسحاق زی منده سیمه کې د افغان ځواکونو په پوستو باندې دبرید پلان درلود، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې دطالبانو برید له ماتې سره مخ شوی او په پایله کې ۱۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په د افغان ځواکونو او طالبانو په نښته کې د۱۹ تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ۵تنه وسلوال طالبان ټپیان شوي او دطالبانوګڼ شمیر پوځي مرکزونه له منځه تللي دي.
دوي وايي، چې په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
په ورته مهال کې دزابل ولایت اوسیدونکي وايي، چې په زابل ولایت کې دطالبانو لیکو ته بهرني جنګیالي راغلي او ټوله جګړه همدي مخته وړي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments