په زابل ولایت کې ۱۵ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ زابل: د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د زابل ولایت په مربوطاتو کې افغان هوايي ځواکونو د طالب وسلوالو په پټنځای هوايي برید ترسره کړي، چې په پایله کې ۱۵ تنه وسلوال طالبان وژلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو هوايي برید کې د ملا امین الله په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان چې د پاکستان تابعیت درلودنکی دی هم وژل شوی دی.
دوی وايي، چې په زابل ولایت کې د طالبانو په جامه کې دپاکستاني افسرانو حضور زیات شوی او ټوله جګړه طالب وسلوال رهبري کوي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکو په طالبانو نیوکه کوي او وايي، چې طالبان له یوې خوا د سولې خبرې کوي او بلې خوایې دهېواد په مختلفو ولایتونو کې جګړه زیاته کړې ده.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments