په روژې کې کوم کارونه او خواړه زیانمن دي

comments 0

0 Views

دا چې د روژې په مياشت کې غذايي مواد هغومره اندازه نه وي چې څومره ورته بدن اړتيا لري نو بدن زياته اړتيا خوراک ته لري چې خپل د اړتيا وړ غذا پوره کړي.
ډيری کسان پېشمنی نه کوي چې د روغتياپالانو په وينا، په پرلپسې ډول پيشمنی نه کول بدن او روغتيا ته ضرر رسوي نو بايد پيشمنی وکړای شي.
دغه راز په روژه کې معده ټوله ورځ په نهره وي خو که ماښام تیزابيت لرونکي څښارک وکارول شي نو معدې ته زيان رسوي او هاضمې سستم مو ورسره زيانمن کيږي چې بايد ډډه ترې وشي.
روغتیايي چارواکي سپارښتنه کوي چې له روژه ماتې سمدستي وروسته بايد ورزش ونه کړای شي ځکه په دغه عمل سره انسان د هډوکو په ناروغۍ اخته کيدلای شي.
په روژه کې د مالګې زيات کارول د بدن اوبه کموي او پوستکی وچوي چې بايد د مالګې له زياتو کارولو څخه پرهيز وکړای شي.
روغتياپالان وايي، هغه څوک چې له پيشمني او يا روژه ماتې وروسته ژر ويده شي نو د هاضمې سستم د خرابوالي، د معدې ناروغي او د وزن د زياتوالی تر څنګ د زړه د ناروغۍ پيدا کيدلو سبب هم کيدلای شي چې بايد ورته پاملرنه وشي.
هغه کړنې چې په ترسره کيدو به يې تاسې تنده کمه او یا هم بيخي تږي نه شۍ:
د شپې له خوا په پرلپسې توګه د لږو لږو اوبو څښل د بدن اوبه کميدلو ته نه پريږدي او په سبا به يې د تندې احساس کم وي.
دا چې سلاد، تازه سبزي او تازه ميوه زياتې اوبه لري نو په پيشمني کې يې خوړل د انسان بدن ته ډيرې اوبه ورکوي او د انسان په بدن کې تر ډير وخت لپاره پاتې کيږي چې د لوږې او تندې احساس ورسره کميدلای شي.
دغه راز که په سلاد کې د مالګې په ځای ليمو وکارول شي نو ګټې يې ډيرې دي ځکه ليمو د مالګی ځای نيسي او روغتيا ته ګټه لري خو مالګه بيا هيڅ ګټه نه لري چې سپين زهر هم ورته ويل کيدلای شي.
همدارنګه د تروو شيانو خوړل هم د بدن اوبه کموي او انسان ته د تندې احساس پيدا کوي او د روژه ماتې پر وخت بايد له مصنوعي شربتونو، ګازي مشروباتو او ورته ډول نورو هغه شيانو چې د خوږوالي لپاره پکې څه مصنوعات کارول شوي وي له څښلو څخه ډډه وشي ځکه چې په معده بد اثر کوي، د هاضمې سستم خرابوي او ورسره خيټه هم خرابيدلای شي.
د روژه ماتې وخت کې د زياتو یخو اوبو څښلو څخه او يا په یوه ساه د زياتو اوبو څښلو څخه هم ډډه وکړای شي چې د هاضمې سستم مو نارمل وي

Share this page to Telegram

Comments