په روسیه کې ترافیکې پېښه کې ۱۹ کسان مړه شوي

comments 0

905 Views

هندوکش ــ روسیه: د روسیې چارواکي وايي، د هېواد په لرې پرته سیمه کې د مسافرو یو بس له پله څخه کنګل سیند ته غورځېدلي چې پکې ۱۹ مسافر وژل شوي دي.
د زبایکالسک سیمي ځايي حکومت په یو بیان کې ویلي، په پېښه کې ۲۱ تنه زخمیان شوي هم دي.
د روسیې د بیړنیو چارو وزارت ویلي، دا بس له سریتنسک ښاره د مسکو ختیځ ته روان وو چې د دسمبر د لومړۍ نېټې پر سهار سیند ته وغورځیده.
په بس کې ۴۳ مسافر او یو ډرایور ناست وو.
پولیسو د روسیې یو تلویزون ته ویلي، د پېښې د وجوهاتو په اړه پلټنې کوي.
روسیه هم په هغو هېوادونو کې یوه ده چې پکې په لارو د حفاظت لپاره د اقداماتو د نیشتوالې له وجې ټرافیکي پېښې زیاتې کېږي.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments