په روزګان ولایت کي د هیواد د ازادۍ سلمه کلیزه په شاندارو مراسیمو ونمانځل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – روزګان: سل کاله وړاندي د اسد میاشتي پر ۲۸ نیټه غازي امان الله خان د انګلیس سفیر ته مخامخ وویل هیڅ ځواک ته اجازه نه ورکوم چي د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کي لاس وهنه وکړي او که کوم څوک ددغه کار هڅه وکړي نو په توره به يي غاړه ور پري کړم، او ورسته يي د انګلیس له سفيره وپوښتل، کوم څه چي مي وویل په پوه سوي نو هغه ورته په ځواب کي وویل هو پوه سوم. له همدي وینا ورسته د هیواد د ازادي را پیل سوه. چي سږ کال د یادي تاریخي ورځي په مناسبت په ټوله هیواد کي شانداره مراسیم په پام کي نیول شوي وو. روزګان هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چي دغه ورځ پکې په ښه توګه ونمانځل شوه. سلګونه روزګانیان ددغه ولایت په شهید جان محمد خان محمد لوبغالي کي را غونډ سوي وه، تر څنګ يي د دغه ولایت ټول امنیتي او دولتي کسان هم راغلي وه. د روزګان ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعید د خپلي وینا پر مهال یادونه وکړه، چي د هیواد ازادي خلګو په اتحاد او یوالي سره تر لاسه کړي، د هغه وخت خلګ د غازي امان الله خان تر شا ودریدل او د هغه ملا يي د هیواد د ازادۍ لپاره کلکه وتړل.
د روزګان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري هم په یادو مراسیمو کي خبري وکړي، هغه یادونه وکړل چي افغانانو ته ازادي نه کوم چا ورکړي او نه يي ور څخه اخستلی سي. هغه دا مهال هم هغه وخت یاد کړی چي د خلګو اتحاد او اتفاق پکښي مهم دی.
په غونډه کي دیني عالمانو هم خبري وکړي او د خپلو خبرو پر مهال يي ازدۍ ته د رسیدلو یوازنۍ لاره د خلګو په منځ کي د نژادي، سمتي او ژبني تضادونو له منځه وړل وبلل، سید میر حسن موسوي داسي وویل.
دغه مراسیم تر پایه په حماسي شعرونو، ترانو او د غازي امان الله خان په ویناوو بدرګه سول.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments