په رایزینا کنفرانس کې د ملي امنیت سلاکار وینا / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

دویمه برخه
افغان ځواکونو ۸ ولسوالۍ د مخالفینو څخه بیرته نیولي، جنګ یې د مخالفینو تر مراکزو رسولی او د طالبانو نظامي تحرک او قوت یې له منځه وړی دی.
افغان ځواکونو د محاربوي عملیاتو په نتیجه کي د هیواد خیتځ ولایتونه چیري چي داعش په کلونو پر سیمه ییزو ولسونو وحشت کاوه، تقریباً په کامله توګه ددې ډلي له حضور څخه پاک کړل. ددې نظامي فشار په نتیجه کي تر ۶۰۰ ډېر داعش جنګیالي تسلیم سول، د دوی مراکز پاک او پټن ځایونه یې خالي سول.
ددې ساحو ډېری اوسېدونکي چي اوږده موده ځپل سوي او تر ظلم لاندي ول، اوس بیرته خپلو پخوانیو مېنو او ژوند ته راګرځي، کرهڼه کوي او خپلو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کوي. حکومت د دوی سره د ژوند بیا جوړولو په برخه کي اړیني مرستي کوي.
پرېږدئ چي زموږ د امنیتي ځواکونو پرمختګونه هغوی ته چي زموږ د ډیموکراسۍ تر پښو لاندي کولو او د تاسیساتو د ضعف لپاره جنګ کوي یو پیغام ولري: دا، ‌چي د افغانستان خلک او حکومت امادګي لري، چي د سولي خبري وکړي. خو که تاسي دې دعوت ته منفي ځواب ورکړی، نو بیا د افغان ملت له ټول قوت سره مبارزې ته اماده واوسئ.
آغلو او ښاغلو،
ددې شخړي او ټولو لومړیتوبونو په منځ‌ کي، موږ پر اقتصادي پرمختګ باندي هم تمرکز کړی دی، په ځانګړې توګه د هغو سیمه ییزو لارو او جوړښتونو څخه مو ګټه پورته کړې،‌ چي په لسهاوو کلونه غیر فعال وو.
د سولي د هڅو ترڅنګ، افغانستان په تدریجي توګه د همکاریو، نښلوني او پرمختګ په یوه سیمه ییز مرکز بدلېدونکی دی.
و لسمشر غني د لرلید مطابق، موږ افغانستان په وچه کي د مهار هیواد څخه د وچي په نښلوونکي هیواد باندي بدلوو،‌ یو داسي هیواد چي د سیمه ییزي نښلوني او تجارت په څلور لاري بدل سي. د لاجوردو لار او هوايي دهلېزونه وار له مخکي د سویلي او مرکزي اسیا په کچه د خلکو،‌ سوداګریزو توکو او نظریاتو د انتقال لپاره نوي لاري پرانیزي او اقتصادي ودي ته زمینه برابروي.
د انرژۍ، سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخو کي لويي څو ملیتي پروژې، چي افغانستان یې په محوریت کي قرار لري زموږ د ټولییزي ګټي په نیت بلاخره اوس په سیمه ییزو سرحدونو کي د تطبیق په حال کي دي. موږ د دوه اړخیزو همکاریو د بهترۍ او هوايي دهلیزونو په مرسته وتوانېدو،‌ چي یوازي له هند سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسي خپله سوداګري درې برابره زیاته کړو.‌دا یوازي د یو لوی ظرفیت څخه د ګټي اخستني پیل دی.
موږ هیله لرو چي دا او ځیني نوري پروژې به زموږ د هیواد د اقتصادي شګوفایۍ په برخه کي‌ پرېکنده رول ولوبوي، مشخصاً په داسي یو وخت کي چي موږ تلاښ کوو د څو ملیتي همکاریو داسي یو بنیاد ایجاد کړو،‌ چي پر اساس به یې زموږ بریا د سیمي‌او نړۍ لپاره هم ګټي ولري.
موږ په تیرو پنځو کلونو کي د خپلو شریکانو او متحدینو د سخاوت او تعهد په برکت په یادو برخو کي پرمختګونه کړي دي. هندوستان یو له هغو کلیدي شریکانو څخه دی، چي د باثباته، سوله ییز او پرمختللي افغانستان لپاره یې زموږ له خلاق لرلیده ملاتړ کړی دی.
زموږ د افسرانو په روزنه، د نظامي تجهیزاتو په ورکړه او په معتبرو پوهنتونونو کي زموږ ځوانانو ته د زدکړو زمیني مساعدولو په برخه کي د هند کومکونه خورا حیاتي رول لري. هند زموږ سره مرسته کړې، چي د اوبو، کرهڼي، روغتیا او حکومتدارۍ په برخو کي مهم تاسیسات ورغوو. افغانستان د وړاندي تګ لپاره دغه ډول مرستو ته اړتیا لري. دا مرستي نه یوازي د افغانستان، بلکه د هند او سیمي لپاره هم ګټوري دي.
پداسي حال کي چي هندوستان د پوځ ورځ نمانځي، موږ غواړو په نړۍ کي ددې هیواد د مثبت رول او د ګډو انساني ارزښتونو په دفاع، د سولي په ساتنه او بشردوستانه همکاریو کي د هندي پوځ د رول ستاینه وکړو.
زه په دې فرصت کي له اسټرالیا سره، چیري چي زړه ور اور وژونکي او رضاکاران د هیواد په کچه له ویرانوونکي اور سره مبارزه کوي زموږ د خواخوږۍ او ملاتړ مراتب وړاندي کوم.
پداسي حال کي چي موږ ددوی له قربانیو زړه ورتیا او الهام تر لاسه کوو، موږ تم کېږو او په دقت سره هغه تاثیرات ګورو،‌ چي اقلیمي بدلون یې زموږ پر چاپېریال او ممکن پر ټول بشریت باندي ولري.
د اسټرالیا په شان افغانستان هم له یوې داسي وچکالۍ څخه تېرېږي، چي زموږ د بزګرانو او د هغوی د کورنیو معیشت یې په خطر کي اچولی دی. د افغانستان د پایداره انکشاف اهداف د پایداره انکشاف لپآره د هغولارو چارو مهم ضرورت په ګوته کوي، چي د بشر د بقا لپآره حیاتي دي.
موږ په مادرید کي د تېر ډیسمبر د ډلو/پارټیانو په ۲۵م کنفرانس کي د سوو پرمختګونو په اړه خبر یو او هیله لرو، چي باقي مانده ستونزي به په دې کال کي حل سي.
د اقلیم تغیر او تاثیر موږ اړ کړي یو، څو د خپلو طبعي منابعو د ساتني، ګټي اخستني او غني کېدني لپاره پر نوو لارو چارو فکر وکړو، په ځانګړې توګه زموږ د پرېمانه اوبو د منابعو په اړه چي د کلونو په اوږدو کي زموږ له کنټروله پرته کارول سوي دي.
یو وار بیا غواړم ووایم، موږ ځانونه اړ کړي څو خوشبینانه او خلاق فکر وکړو، چي څنګه د هغو شرایطو څخه اعظمي ګټه پورته کړو، چي په تېر کي زموږ د کمزورۍ او ماتي باعث سوي.
اغلو او ښاغلو،
افغانستان پداسي حال کي نوی کال پیلوي، چي د امنیت، سولي او ډیموکراسۍ په برخو کي یې محسوس او ثابت پرمختګونه کړي. موږ د جنګ په ډګر کي یرغلیز موقف او د خپلو ځواکونو د تیارسئ حالت ته دوام ورکوو،‌هغه ځواکونه چي نه یوازي د افغانستان، بلکه د سیمي او نړۍ د امنیت لپاره د جګړې د ډګر رهبري پر غاړه لري.

سره له دې چي موږ په شخړه کي یو، خو موږ متفاوت او مثبت فکر او ‌د اقتصادي خودکفايۍ لپاره پرمختګ کوو.‌ دا پرمختګ په ځانګړي ډول د سیمه ییزو بسترونو او همکاریو څخه په ګټه اخستني سره کوو.
موږ په عین حال کي په جدي،‌ خو عملي توګه سره د پایداره سولي په لټه کي یو، کمه چي د افغانستان د خلکو او دولت لومړیتوب دی.
موږ دې نوي کال ته خوشبین یو،‌خو په عین وخت کي هغه نامعلوم حالت او بې ثباتۍ هم له نظره نه باسو، چي زموږ د راتلونکي په تعین کي به تاثیر ګزاره وي.
زموږ مخه نسي نیول کېدای. موږ افغانان له دې نامعلوم حالت څخه د پټېدو او یا پر شا کېدو په لټه کي‌نه یو.موږ اړ یو، چي دا حالت را خپل کړو، خو له دې هیلي سره، چي افغانستان هم یو داسي نه ماتېدونکی ملت کېدای او زدکړه کولای سي، چي څه ډول تر ۴۰ کاله تاوتریخوالي وروسته له چارچاپېره ګډوډیو څخه په قوت سره راووزي.
موږ افغانان په دې نامعلوم حالت کي خطر هم قبلوو. موږ خطرونو ته غاړه ږدو څو سوله راولو، ډیموکراسي تقویه کړو، فرا مرزي اقتصادي فرصتونه ایجاد کړو او امنیت تامین کړو.
موږ دا خطر ځکه قبلوو،‌ چي بل هیڅ انتخاب نلرو، خو دا خطر له دې خاطره منو،‌ چي موږ د افغانانو پر قوي اراده باور لرو،‌ چي سوله به راولي، ‌ډیموکراسي به ساتي‌او پرمختګ ته به دوام ورکوي.
موږ خپلو ګاونډیانو او نړیوالو شریکانو ته دعوت ورکوو،‌چي زموږ سره یو ځای دا خطر قبول او د سولي، نړیوال امنیت او سیمه ییزي ښېرازۍ لپاره زموږ ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
پای

Share this page to Telegram

Comments