په راولپېنډۍ کې چاودنې ۲۵ کسان ټپیان کړل

comments 0

1 Views

هندوکش ـ پاکستان: پرون ماسپښین د پاکستان د پنجاب ایالت په راولپېنډۍ ښار کې د پوليسو يوه مرکز ته نږدې چاودنه شوې، چې له امله یې تر اوسه د ۲۵ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
ښايي دغه شمېره تر دې هم زیاته شي او د دې تر څنګ په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
پوليس وايي، لومړی د ګنج منډه‌يي د پوليسو مرکز ته څېرمه د لاسي بم بريد شوی دی او وروسته چې پوليس د پېښې ځای ته ورځي، دويمه چاودنه کېږي.
دوی زیاتوي، په دواړو چاودنو کې پنځه ويشت تنه ژوبل شوي چې د راولپېنډۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغه روغتون مسوولين وايي، په ټپيانو کې د ځينو حالت ډېر نازک دی او دوی اندېښنه لري چې ښايي د پېښې د قربانيانو شمېر به نور هم زيات شي.
څو ورځې وړاندې هم په راولپېنډۍ کې ورته چاودنه شوې چې له امله يې يو شمېر کسان مړه او ژوبل شوي وو.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments