په دوو جلا جلال چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په پکتيا او ننګرهار ولايتونو کې د دوو چاودنو له امله د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي او يو بل کس وژل شوى دى.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم وويل چې نن سهار اته نیمې بجې د زرمت ولسوالۍ په تعمیر بازار کې د ماين چاودنه شوې ده.
د هغه په وينا، دغه ماين په یوه لاسي ګاډۍ کې ځای پر ځای شوی و چې پر ملکي کسانو یې چاودنه کړې او له امله يې د يوې ښځې په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي. دغه راز د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې چاودنې د يوې ماشومې په ګډون دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل، د اچین ولسوالۍ د مومند باغ په سیمه کې تېره ورځ د داعش وسله والو له لوري د ځای پر ځای شوو ماینونو په چاودنو کې یوه لس کلنه نجلۍ وژل شوې او یوه مېرمن ټپي شوې ده. دی وايي، ټپي مېرمن د امنیتي ځواکونو له لوري په داسې حال کې بګرام ته ولېږدول شوه چې یوه پښه يې له منځه تللې وه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments