په دوهم ځل په کرونا ویروس اخته کېدو په نړۍ کې اندېښنې راپورته کړي

comments 0

8 Views

هندوکش ــ هانګ کانګ: په دوهم ځل په کرونا ویروس اخته کېدو، د دې ناروغۍ پر وړاندې د خلکو د بدن د مقاومت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
روېټرز خبري اژانس په اروپایي هېوادونو کې د هغو دوو پېښو په استناد راپور چمتو کړی چې د دوهم وار لپاره په کرونا ویروس اخته شوي دي.
په داسې حال کې چې نړۍ له دې وبا سره په مبارزې بوخته ده، دې ډول پېښو د خلکو ترمنځ اندېښنې ډېرې کړې دي.
دا پېښې یوه‌یې په بلجیم او بله په هالنډ کې لیدل شوې. تر دې دمخه روانه اوونۍ په هانګ کانګ کې څېړونکو د یوه داسي کس راپور ورکړی وو چې څلور نیمې میاشتې دمخه‌یې هلته د ‘کووېډ-۱۹’ ناروغۍ درملنه شوې وه، خو بیا په کرونا ویروس اخته شوی وو.
دا لومړی ځل وو چې داسې یوه پېښه ثبت شوه.
د هانګ کانګ د پېښې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګریت هاریس د ملګرو ملتونو یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې ډول پېښو په اړه وخت نا وخت راپورونه ورکول کېږي، خو دا وایي مهمه ده چې په اړه‌یې واضح اسناد وړاندې شي.
ځیني روغتیایي متخصصین وایي ښایې د دې ډول پېښو پیلېدل له دې کبله وي چې په نړۍ کې پراخې ازموینې کېږي، نه دا چې ویروس په بېلابېلو ډولو خپرېږي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments