په دایکندي ولایت کې د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ سربیره د سولې نړیواله ورځ ونمانځله وشوه

comments 0

1682 Views

هندوکش ـ دایکندي: په دایکندي ولایت کې ځوانانو، میرمنو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوه سولیز لاریون په ترڅ کې د سولې نړیواله ورځ ونمانځله او په قطر کې یې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ.
یادو میرمنو د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې په دواړو لوریو غږ وکړ، چې د میرمنو په پرمختګونو او د تیرو شلو کلونو په لاسته راوړنو معامله ونه کړي.
دوی وايي، سوله د هرا فغان ارمان دی او باید د ټولو افغانانو د هیلو پوره کیدو لپاره ټول هېوادوال سره متحد شي او د سولې لپاره خپلې هلې ځلې ونه سپموي.
یاد لاریونوالو د افغان امنیتي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې او له دوي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments