په خوست کې يرغلګر پاکستاني ځواکونه له ماتې سره مخ شوي

comments 0

94 Views

هندوکش ـ خوست: په خوست کې پاکستاني يرغلګرو ځواکونو غوښتل چې د مقبوضه ډيورنډ له فرضې کرښې دي خواته پوځي تاسيسات جوړ کړي چې افغان پوله ساتو پرې برید کړی دی او په شاه تمبول شوي دي.

د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د نښتې له پيل سره سم افغان ولسونو هم وسلې ته لاس کړی دی.

ځايي خلک هم وايي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستان له ډیورنډ کرښې د پښې را اړولو هڅه وکړه.

د جګړې سیمې ته نږدې څو ښوونځي هم رخصت شوي دي.

د خوست امنیت قومندانۍ سرپرست عبدالحنان ویلي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستانیو ځواکونو له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د پرمختګ هڅه وکړه.

نوموړي ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د جنډو او ښه ون غرنۍ سیمه کې د وړاندې تګ هڅه کوله.

د هغه په خبره، جګړه لا هم روانه ده خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

عبدالحنان وايي، سیمې ته له خوست څخه ملاتړي ځواکونه استول شوي دي.

د سيمې مخور وايي چې دوی له پوله ساتو ځواکونو سره يو ځای د يرغلګر پنجاب پر ضد د حقې لارې مبارزه جاري ساتي.

تر دې دمه هم په سیمه کې د ډزو غږونه اوريدل کیږي خو افغان لوري ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا په خوست کې د صفر يو قطعې،ځانګړو پولیسو او ځانګړو ځواکونو کاروان هم په څو شيبو کې ځاځي ميدان ته رسيدونکی دی.

د سيمې قومي مشران وايي چې دوی به د پنجاب د هر يرغل پر وړاندې ودريږي  او هيڅ کړنه به يي بې ځوابه پاتې نشي.

په دې سیمه کې غځول شوی اغزن تار هم شلول شوی دی.

ياده دې وي چې يرغلګر پاکستان يوازې په خوست کې نه بلکه په کونړ کې هم راکټي بريدونه کړي دي.

د سیمې خلک وايي پاکستان هڅه کوي د فرضي کرښې دواړو لورو ته وروڼه ولسونه سره ډښمنان کړي خو دوی به بريالي نشي.

Share this page to Telegram

Comments