په خوست او غزني کې ۱۳ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش: په خوست کې د افغان ځواکونو له لوري په  شویو هوايي بریدونو کې ۱۳ ترهګر وژل شوي  او ټپيان شوي.

د تندر قول اردو له لوري هندوکش ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« هوایي ځواکونود خوست ولایت دنادرشاه کوټ ولسوالۍ دشمباوت درې دپلوڅي په سیمه کې ترهګرپه نښه کړي،(۷)تنه وسله وال ترهګر وژلې اویوه عراده سراچه موټر د ترهګرو له منځه وړیدی.»
د خبرپاڼې پر بنسټ د غزني په ده يک سیمه کې په هوايي بريد کې څلور ترهګر وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

په دې هوايي بريد کې د وسله والو ترهګرو درې میله کلاشنکوفونه،یوقبضه راکټ انداز،یومیل پیکا اوشپږ عرادې موټرسایکلونه  هم له منځه وړل شو یدي.

د خبرپاڼې پر بنسټ د پکتيا په جانخيلو کې هم د فتح په نوم په پیل شویو عملیاتو کې د دښمن د وسلو او مهاتو څو زیرمتونونه له منځه وړل شوي دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *