په جوماتونو باندې په برید سره بیا هم طالبانو خپله اصلي څیره څرګنده کړه.

comments 0

1 Views

متدینو او درنو هیوادوالو:

د اسلام او انسانیت دښمنانو یو ځل بیا د خپلو تیرو جنایتونو په څیر د روژې مبارکې میاشت په درشل کې زمونږ په روژه دارو مظلومو هیوادوالو باندې په داسې حال کې په پروان او خوست ولایتونو کې تیره شپه جوماتونو باندې ترهګریز برید تر سره کړل چې زمونږ ګن شمیر متدین او مسلمان هیوادوال د روژه ماتي او د تراویح د لمانځه او عبادت اخته ول، چې په ترڅ کې زمونو یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.  دغو ترهګرو ډلو د روژې مبارکې میاشت له پیل څخه بیا تر اوسه په وار وار سره جنایت تر سره کړی او انسانی فاجع رامنځته کړی دي، چې د دغې المناکی پیښي شهیدانو ته د الله تعالی له بارګاه څخه جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او درنو کورنیو ته یې د صبر جمیل غوښتنه کوو.

د ترهګرو لخوا په جوماتونو، غونډو، لاریون کوونکو، تاریخي ځایونو، روغتیایی مراکز، د جنازې پر لمانځه  او … باندې د بریدونو په ترسره کولو سره په دې لټه کې دي تر څو د دغه غیر اسلامي او غیر انسانی جنایت تر څنګ قومي او سیاسی تاوتریخوالې ته لمن ووهي، دغه شان کړنې دا په ډاګه کوي چې تروریزم مرز، قوم، مذهب، ژبه، سمت او … نه پیژني، نو د مقدسه ځایونو او عوام خلکو په نښه کولو سره غواړي تر څو د خلکو په منځ کې د ویري او وحشت فضا را منځته کړي.

دا یو څرګند حقیقت دی چې طالبان په خپله هم تروریستی او خونړي بریدونه تر سره کويۍ او هم یې د داعش او نورو ترهګرو ډلو ته د ترور، وحشت، جنایتونو او خونړیو بریدونو زمینه برابره  وي چې د خدای(ج) ، قانون او خلکو پر وړانډې به مسوول وي ځکه دوي  نه یوازې چې تل د افغان حکومت او مظلوم ولس د سولې غږ ته چې یو الهی امر او زمونږ د ولس اساسی غوښټنه ده، مثبت ځواب ندي ویلي بلکې  لایې خپلو بریدونو او عام وژنې ته زور ورکړی دی چې ښې بیلګي یې د ژوژې میاشتي له پیله بیا تر اوسه په لسګونو ترهګریز بریدونه دي چې د دوي لخوا تر سره شوي دي.

دا چې د ایاتو او احادیثو په رڼا کې د روژې مبارکه میاشت د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اور څخه د مسلمانانو د خلاصون میاشت دی، خو سره له دې هم مسلمانان د دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو له شر څخه په امان کې ندي، نو بیا څنګه د اسلامیت، انسانیت او افغانیت ادعا کوي، حال دا چې له کفار او مشرکینو سره د جګړی پر مهال د هغوي عبادت ځایونه په امن کې ول  ، څوک چې مسلمان وي په مسجد کې خپل شخصي، سیاسي او یا مذهبي دښمنان نه وژني، که څوک دا کار وکړي د تل پاتې بدنامیو سره مخ کیږي او په دې دنیا او هغې دنیا کې به مخ توری وي، اسلامي سپیڅلي شریعت له مخې له مسلمانانو سره څه، چې له غیر مسلمانو سره(تر هغې پورې چې دوی جګړه نه وي پیل کړي) په مسجد کې جګړه منع ده، بلکه د مسجد په شا او خوا کې د جګړې کول حرام بلل شوي دي،لوی څښتن تعالی په دې اړه ښکاره حکم کړی دی: ژباړه:«اومسجدالحرام ته نږدې چې ترڅو پورې هغوی له تاسو سره جګړه نه وي کړی، تاسې هم ورسره جګړه مه کوي» سوره بقره آیه (۱۹۱).
د اسلام، انسانیت او د افغان مظلوم ولس د سولې او ثبات دښمنان دغو ناخوالو، وحشت، دهشت او غیر اسلامي او انساني کړنو ته په کتو سره دا  په کار ده چې ټول افغان ولس د یوه ملی یووالی او وروولی تر چتر لاندی په هیواد کې د ښه امنیت او ثبات په موخه د خپلو امنیتی ځواکونو سره مرسته او همکاری وکړي ترڅو نور په هیواد کې د دغه شان ناوړو  او زړه بوګنوونکو پیښو شاهدان ونه اوسو او د  یو با ثبات او پر مختللی افغانستان خاوندان شي او نور مو مظلوم ولس د خپلو عزیزانو په ویر او ماتم اوښکي تویی نکړي.        

په درنښت

Share this page to Telegram

Comments