په جوزجان کې د دوو قومندانانو په ګډون ۷ طالبان وژل شوي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ جوزجان:دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې له مخې، تیره ورځ، طالبانو پلان درلود چې د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د سه درخت په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي.
ملي دفاعي ځواکونو د دښمن د دغه شوم پلان د عملي کیدو مخنیوی وکړ چې په پایله کې د دې ډلې د دوه سرګروپانو هر یو عبدالروف مشهور په زرقاوي او غلام محمد په ګډون ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۹ نور یې ټپیان شوي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments