په جوزجان ولایت کې ۹۰ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

15 Views

هندوکش – جوزجان: دجوزجان ولایت په قرقین،مردیان،فیض اباد ولسوالیو کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۹۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،دجوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په نوموړو عملیاتو کې ۴۶ طالبان وژل شوي او ۴۴ تنه ټپیان د ي.
دجوزجان ولایت امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان وايي چې دجوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲ طالبان وژل شوي او یو شمیر وسلې اومهمات دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
له بلې خوا دجوزجان ولایت اوسیدونکي دافغان ځواکونو له عملیاتو خوښ دي او زیاتوي چې په هرحالت که به دافغان ځواکونو ترشا ودیږي او ملاتړ به یې وکړي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments