په جوزجان ولایت کې ۵۵ طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

2 Views

هندوکش – جوزجان: دجوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰ طالبان وژل شو ي او ۲۵ تنه طالبان ټپیان شوي دي.
دقرقین ولسوال شکر الله جاهد وايي: په وژل شوو طالبانو کې۵ تنه یې پاکستاني اتباع دي ، چې له افغا ن ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شو ي دي، نوموړي زیاتوي دوژل شوو پاکستاني اتباع مړي اوس هم په سیمه کې پراته دي.
دجوزجان ولایت اوسیدونکي وايي : افغان ځواکونه دې دطالبانو په وړاندې داسې بریدونو ته دوام ورکړي،دوي همدا راز زیاتوي که اړتیاه شوه مونږ به هم دافغان ځواکونوسره یوځاي دطالبانو په وړاندې وسلې پورته کړو.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments