په جوزجان ولایت کې ۱۰۰۰کورنۍ دطالبانو دظلم له امله بي ځایه شوي دي

comments 0

36 Views

هندوکش ــ جوزجان: د جوزجان ولایت اوسیدونکي وايي،چې په یاد ولایت کې دطالبانو له ظلمونو او جګړو څخه زرګونه کورنیو خپل کورونه پریښي او بې ځایه شوي دي.
دیاد ولایت اوسیدونکي او بې ځایه شوې کورنۍ وايي،چې طالب وسلوال په جګړه کې دملکي کورونو څخه دسنګر په توګه استفاده کوي او ددې برسیره په لویو لارو او سړکونو کې دملکي وګړو دوژنې په هدف ماینونه خښوي او شهیدانوي یيې.
بې ځایه شوې کورنۍ له طالبانو څخه غواړي،چې جګړې ته دپای ټکی کیږدي. له وژنو ،چاودنو او ظلمونو څخه دې لاس واخلي او دسولې له ملي پروسې سره دې یوځای شي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments