په جوزجان ولایت کې سلګونو دیني عالمانو د افغان ځواکونو په ملاتړغونډه ترسره کړه

comments 0

6 Views

هندوکش ـ جوزجان: د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له دوی سره یې د هرراز مرستې ژمنه وکړه.
دوی وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه د اسلامي ارزښتونه رښتیني ساتونکي او د دې وطن او خاورې رښتيني اتلان دي.
د غونډې ګډونوال وايي، چې طالب وسلوال هیڅ ډول اسلامي ارزښتونو ته درناوی نه لري او هره ورځ دیني ارزښتونو ته زیان رسوي.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ امنیتي چارواکو له ولسونو سره ژمنه وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې به د خپلو خلکو او خاورې څخه ساتنه کوو.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments