په جوزجان ولایت کې د طالبان له امله ۱۶۰ کورنۍ بيځایه شوې دي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: دجوزجان ولایت اوسیدونکي وايي،چې دطالبانو دظلمونو له امله داقچې ولسوالۍ ۱۶۰ کورنۍ خپلو کورونو پریښودو ته اړه شوي دي، دوي وايي، طالبان دنوموړې ولسوالۍ له اوسیدونکو درې وخته ډوډۍ په زور سره غواړي، او دخلکو له کورونو څخه دسنګر په توګه ګټه اخلي.
بلخوا دجوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي،دالومړي ځل نه دي، چې طالبان له ولسي خلکو او ملکي کسانو په زورسره دزکات په نوم له خلکو اخلي او خلک مجبوري چې خپله سیمه دوي ته پریږدي.
امنیتي چارواکي زیاتوي،چې وسلوالو په وړاندې ځانګړي عملیات پیل شوي او ډېرژر به سیمې ددوي له شتون څخه پاکې شي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments