په جوزجان ولایت کې دطالبانو یو مهم قوماندان ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: دجوزجان ولایت دقرقین ولسوالۍ په دینار کلي کې دافغان ځواکونو په عملیاتوکې دطالبانو یو مهم قوماندان له خپلو ۴ملګرو سره یوځای ووژل شو. د۲۰۹شاهین قول اردو ویاندمحمد حنیف رضايي وايي،چې په یاد هوايي برید دطالبانو دقوماندان قاري عثمان په ګډون ۴وسلوال وژل شوي دي. چارواکي وايي، چې یاد قوماندان په جوزجان ولایت په مختلفو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلو د. امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments