په جوزجان ولایت کې دطالبانو دجګړو له امله ۱۰۰۰کورنۍ بې ځایه شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: دجوزجان ولایت قرقین ولسوالۍ ولسوال وايي، له یوې اونۍ راهیسې طالبانو په قرقین ولسوالۍ کې دملکي خلکو له کورونو څخه دسنګر په توګه ګټه اخلي،نو له همدې امله دیادې ولسوالۍ اوسیدونکو خپل کورونه دجګړې له امله پریښي دي.
دقرقین ولسوالۍ ولسوال شکرالله جاهد وايي، چې اوسمهال سیمه دافغان ځواکونو په ولکه کې ده او دطالب وسلوالو په وړاندې پراخ عملیات روان دي.
دجوزجان ولایت دکډوالوچارو رییس وايي،چې له یادې سیمې څخه د ۱۰۰۰ کورینوپه شاوخواکې نورو ګاونډیو ولسوالیو ته کډوال شوي دي.
یاد کډ وال له دولت او مرستندویه ادارو څخه دمرستو غوښتنه کوي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments