په جوزجان ولایت کې افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه په شا وتمبول

comments 0

47 Views

هندوکش ـ جوزجان: د جوزجان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالواحد وجدان وايی، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه غوښتل د جوزجان ولایت په اقچه او فیض اباد ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړی، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ او بریدونه یې له ماتې سره مخ شول.
نوموړی وايي، چې په نوموړې نښته کې ۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي او ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په عین حال کې د جوزجان ځايی اوسیدونکي د افغان امنیتي ځواکونو له کړنو خوښ دي او له افغان ځواکونو غواړي، چې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات په لاره واچوي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments