په جانيخیلو کې نيول شوی پنجابی: پاکستان بې سواده ځوانان غولوي او افغانستان ته يي رالیږي( ويډيو او پښتو بشبړه ژباړه)

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: په جانيخيلو کې د طالبانو په لیکو کې د نيول شویو پاکستانيانو له منځ څخه يو تن يي چې د پنجاب اوسیدونکی دی نن له رسنیو سره د خبرو په خاطر د ملی امنيت لوی ریاست را مخې ته کړ.

نوموړي په دې مرکه چې پنځلس دقيقې ده په پنجاب کې د افغانستان پر ضد له روان دروغينو تبلیغاتو څخه پرده پورته کړه.

عصمت الله د محمد یامین زوی د پنجاب آيالت د مظفرګر ضلعې اوسيدونکی دی.

نوموړی وايي:« زموږ کلي ته به صفای صحابه او لشکرجنګوي راتلل او مولوي اقبال يي استازی وو، ډاکټر شکر د جنګوي لشکر غړی دی زموږ کلي ته به راتلل او ویل به يي چې په افغانستان کې  له مسلمانانو سره زياتی کيږي مال ، ځان او ناموس يي تر تيري لاندې دی، افغان سرتيري کافران دي.»

نوموړی وايي:« تر درې کاله تبلیغ وروسته د مولوي اقبال له لوري له صفای صحابه سره يو ځای شوم او ما ورته وویل چې زه تيار يم څو افغانستان ته د جهاد لپاره ولاړ شم. مولوي اقبال د موټرسايکل پر مټ اعظم څلور لارې ته راوړم اووروسته  بیا ټل ته ولاړو او هلته ددوی مرکز وو، او پوره شپه مو په موټر کې مزل وکړ د ورځې لس بجې وې چې ټل ته را ورسيدو د مولوي اقبال يو کس چې د ډيورنډ د فرضي کرښې د هاخوا پښتون وو ولاړ وو زه يي مرکز ته راوستم او مولوي معصوم ته يي وسپارلم، دا کس د مولوي اقبال کس وو، هلته دوه خونې وې، يوه زیرمني وه، پنځه پنجابيان او پنځه پښتانه هم وو، پنجابيان فاروق،عاصم، شاهد، مقصود او عدنان نوميدل، د پښتنو نومونه مې نه دي زده خو ټول پاکستانيان وو، دوه ورځې هلته وو،په يوه خونه کې موږ وو په بل ځای کې بیا  د غټې ږیرې لرونکي مليان راتلل او مولوي معصوم سره به يي پټې خبرې کړې او بیرته به تلل ما نه پيژاندل.»

نوموړی زیاتوي:« تر دوو ورځو وروسته مولوي معصوم موټر کرايه کړ او سرحد ته روان شو، د لارې په لړ کې پاکستاني پوځيانو پوښتنې کولې او مولوي معصوم  به ورته ویل چې د اوزګر سرحدي سیمې ته ځو، تر شناختي کارت لیدو وروسته يي اجازه راکوله تر مازديګر وروسته له سرحده راتير شو او افغانستان ته را واوښتو ماښام وی شوی وو، دافغانستان په خاوره کې د يو غره په څنډه کې شنه خيمه وه او هلته اته مسلح کسان وو او موږته يي غږ وکړ، مولوي معصوم هم ځواب ورکړ او بیا يي غږ راوکړ چې راشی، هلته ډيره وسله وه، وسله راکول شوه يو کلاشینکوف او دوه شاژورونه له چانټې سره راکول شول تر لسو دقیقو وروسته مو حرکت وکړ ماسخوتن وو يو کلی ته ورسیدو هلته مو په يو جومات کې لمونځ وکړ او کلیوالو ډوډۍ راکړه، هم هلته مو شپه شوه او په سبا يي تر چای رووسته پنځه ورځې پلي راغلو اوجانخيلو ته را ورسیدو، هلته يو مرکز وو د مولوي معصوم هلته شلو تنو ته پکې ځای وو او هم هلته وريجې، غوړي او نور خوراکي توکي هم وو، هم هلته مو پوځي زده کړې پيل کړې او تر دوو ورځو وروسته مازديګر مهال پلي  له يو غره تیر شو او هلته لارۍ ولاړه وه  پنځوس تنه نور هم وو، موږ په دولس کسیزو، لس کسیزو او  شل کسیزو ګروپونو و ويشل شو، ټول پښتانه وو، مسلح وو، ماسخوتن په همدې لارۍ کې سپاره شو او راته وويل شول چې خبرې به نه کوئ، تر څو ساعته وروسته يو بل غره ته ورسیدو هلته کوز شو او راته وویل شول چې ځينې ختيځ ته او يو شمېر نور لويديځ لوري ته ولاړ شی ټوله شپه پلي ولاړو او مولوي معصوم چې زموږ قومندان وو د سهار په وخت کې يي له افغان ځواکونو سره نښته وکړه ۴۰ دقيقې نښته وشوه او په ښي لاس ټپي شوم او کلاشينکوف رانه ولويد.»

هغه زياتوي:« په پاڼو او بوټو کې پټ شوم خو څو شيبې وروسته يي ونيولم او خپل مرکز ته يي يو وړم او راته يي وویل چې چیرته تلې او ولې راغلی يي، ما وويل چې د تنظیمونو کسان به راتلل ویل به يي افغان اردو کافره ده او باید د جهاد لپاره ولاړ شی، هلته افغان سرتیرو رانه پوښتنه وکړه چې ته کوم کافر وينې ما وويل نه ځکه زه پوی شوی وم چې موږ غلط شوي وو او ترهګرو ډلو خطا کړي وو، ما ولیدل چې دوی ځينو لمونځونه کول او ځينې نور په تلاوت او ذکر لګيا وو دوی کفار نه وو، هلته يي زما درملنه وکړه او ډوډۍ يي هم راکړه او وروسته يي د هليکوپتر پر مټ ګرديز ته راوړم او اته ورځې هلته ووم.»

هغه زياتوي:« اته ورځې وروسته يي دلته ( کابل) ته راوستم.»

هغه د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې وويل:« پاکستاني ځوانانو خصوصا د پنجاب ځوانانو ته مې پيغام دادی چې لشکر جنګوي، جيش محمد، تحريک طالبان، لشکر طيبه او… دوی ټول زموږ په سیمه کې  دروغو خبرې کوي  او يوه مياشت کيږي دلته يم هيڅ جهاد نه وينم، دلته حکومت او ولس ټول مسلمانان دي او پوځيان يي هم مسلمانان دي، د پنجاب ځوانانو! پيغام مې دادی چې ددوی فريب مه خورئ په افغانستان کې جهاد روا نه دی دا تنظيمونه له داسې ځايونو پيسې اخلي چې مه يي کوئ پوښتنې بیا مسلمان له مسلمان سره جنګوي.»

هغه پاکستان ته خپل پيغام داسې ورساوو:« ای پاکستانيانو دلته ټول مسلمانان دي خیر که موږ نه پوهيدو، اوس زه وايم چې جهاد د ترهګرو تنظيمونو پر ضد فرض دی، موږ مسلمانان يو او مسلمانان د يو بل وروڼه دي که موږ په جګړه کې و وژل شو او لوری مو مسلمان وي خدای مو هم نه بښي، دا تنظيمونه بې سواده او ناپوه ځوانان غولوي او له دوی ناسمه ګټه پورته کوي.»

د ويديو د کتلو لپاره لاندې ويډيو کښيکاږۍ:

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *