په تېرو دوو اونیو کې د وسلوالو طالبانو بریدنو کې ۲۵۱ ملکیان وژل شوي دي

comments 0

12 Views

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت وايي، چې وسلوالو طالبانو د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د ټول هېواد په کچه ۵۷۵ بېلابېل بریدونه کړي چې په خبره يې د دغو بريدونو ډېری قربانيان ملکي وګړي دي.
د دې وزارت ویاند طارق ارين نن رسنیو ته په يوه رالېږلي ويډيويي کليپ کې ويلي، د وسلوالو طالبانو له لوري په ياد شمېر ترسره شويو بريدونو کې ۲۵۱ ملکيان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي دي.
نوموړی وايي، چې وسلوالو طالبانو د يادې مودې پرمهال یوازې په هلمند کې دوه ځانمرګي بریدونه او ۷۲ تهاجمي تحرکات ترسره کړي چې له کبله یې له ۴ تر ۵ زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي.
د ارين په خبره، دا ډله د معمول په څېر هره ورځ ورته فعاليتونو ته چې پايله يې ملکيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل وي، دوام ورکړی.
کورنيو چارو وزارت داسې مهال په دوو اوونيو کې د سلګونه ملکيانو د وژل کېدو خبر ورکوي چې په قطر کې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د بين ‌الافغاني مذاکراتو له پيلېدو سره جګړې شدت پيدا کړی دی.
د جګړې دې وضعيت ته په پام ارپايي ټولنې، امريکا او ګڼو نورو هېوادونو له وسلوالو طالبانو په سم‌لاسي توګه د تاوتريخوالي بندولو غوښتنه کړې.
خو طالبان بيا د نړيوالو دې غوښتنې په اړه بې تفاوته پاتې شوې او جګړه يې جاري ساتلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments