په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ ترهګر وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د ۲۰۵ اتل قول اردو په ګډو جګړه ییزو او چاڼیزو عملیاتو کې چې د خلکو د مال او ځان د ساتلو او ترهګرو د له منځه وړلو په موخه تر سره شوي په ترڅ کې یې په کندهار ولایت کې د دریمې لوا د سرتیرو له خوا د بند تیمور په سیمه کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.
دغه راز د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د پوپلزو په کلي کې هوايي، ځواکونو عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې یې ۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي د هغوی وسلې او موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د ملي اردو د انجنیري ټیم له خوا په کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو کې ۱۲ حلقې ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments