په تیرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونو طالبان وژل شوي او نيول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي امنيت د لوی رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د عملیاتو په لړ کې ۲۲ طالبان او څلور داعشیان د يادې ادارې په موخه ایزو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دې موده کې ۲۲ طالبان او اوو داعشي تکفیریان ژوندي نيول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې په کونړ،فاریاب،فراه، جوزجان،وردګو،نيمروز، پکتیکا، پکتيا،لوګر،هرات، کابل،کندهارخوست، ننګرهار، هرات، بادغيس، بلخ او تخار کې د دې رياست د ضربتي قطعاتو له لوري په ترسره شویو عملیاتو کې طالبانو او داعش ته د مرګ ژوبلې تر څنګ ۶۹ شکمن کسان، دوه غله نيول شوي او ۲۲ ميله سلاح،شپږ عرادې موټرسايکل او ۶۷ عرادې موټرونه هم دوی غنيمت کړي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ددې رياست د هڅو په لړ کې له طالبانو سره پنځه تنه بندي افغانان هم ژغورل شوي دي.

د ملي امنيت رياست  په خبرپاڼه کې ټينګار شوی دی چې دوی به دښمن د ساه اخیستو ته پرې نه ږدي او هر چیرته چې وي وبه يي ځپي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply