په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: دفاع وزارت نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې،په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٣١ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.
د خبر پانې له مخې په دغو ٩١ ځانګړو کومانډويي، ١٤ تعرضي او ١٠ هوايي حملو کې د ١٩ نورو وسله‌والو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.
دفاع وزارت وايي، دغه پوځي عمليات په زابل، ارزګان، ډايکندي، ننګرهار، کاپيسا، کونړ، بادغيس، هرات، فراه، هلمند، پکتيکا، ميدان وردګ، غزني او فارياب ولايتونو کې شوي دي.
د وزارت په حواله په وژل شويو کې د وسله والو ځينې مهم قوماندانان هم شامل دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments