په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د کرونا ویروس 22 مثبتی پیښې ثبتې شوي

comments 0

4406 Views

عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. تازه ثبت شوې پېښې په بلخ، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
له تازه ثبت شویو پېښو سره په هېواد کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۳۸۹۱۹ تنو ته ورسېد. همدارنګه په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ څخه نه دي مړه شوي.
یاد وزارت وایي که چېرې هېوادوال د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې د دغه وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان شته چې هېواد کې د کرونا وبا دويم موج رامنځته شي.
سرچینه: www.hindukosh.com

Share this page to Telegram

Comments