په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د دولت مخالفې ډلې 66 کسان وژل شوي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ملي دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د دولت ضد مخالفې ډلې 81 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼۍ پر بنسټ، افغان ګډو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۶۶ وسلوال طالبان وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي دي.
د خبرپاڼې په حواله دغه عملیات د ننګرهار سربیره په کنړ، غزني، پکتیا، میدان ورګ، خوست، کندهار، ارزګان، زابل، فراه هرات، فاریاب، کندز، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي، چې پر مهال یې په هلمند او کندهار کې د وسلوالو طالبانو دوه مرکزونه هم له منځه وړل شوې دي.
وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ملي دفاع وزارت په چاڼیزو عملیاتو کې د طالب او داعش وسله والې ډلې ګن شمیر کسان هم وژل سوي دي.
سپوږمۍ پوپلزمۍ

Share this page to Telegram

Comments