په تیرو دریو ورځو کې په پنجوايي ولسوالي کې ۱۹ وسله وال وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش-کندهار: چارواکي وایي، د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیاتو کې په تیرو دریو ورځو کې ۱۹ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
په وژل شویو وسله والو کې د طالبانو یو قوماندان خاکسار هم شامل دی.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ امنیتي مسئولین وايي، په دې وروستیو کې وسله وال هڅه کوي تر څو د یادي ولسوالۍ امنیت کډوډ کړي، خو افغان ځواکونو یې پر وړاندي عملیات پیل کړي دي.
د پنجوايي ولسوالۍ امنیه قوماندان جنرال سلطان محمد حکیمي وايي، په تیرو دریو ورځنیو عملیاتو کې يې نهه تنه وسله وال وژلي او یوولس تنه نور ژوبل شوي دي.
پر همدې مهال د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند صادق عسي وایي، چې په پنجوايي ولسوالي کې تېره شپه ناوخته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې نهه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
دی وایي، په وژل شویو کې یو طالب قوماندان خاکسار هم شامل دی چې د طالبانو بریدونه به یې پلانول.
په پنجوايي ولسوالي کې د شپنيو عملیاتو قوماندان لعل محمد حکیمي وايي، له پلان سره سم د ملي اردو، ملي پولیسو او محلي پولیسو په ملتیا په هغو سیمو کې تصفیوي عملیات تر سره کوي، چې د وسله والو د حملو ګواښ وي.
دغه راز د عملیاتو ګډون وال افغان ځواکونه وايي، په پوره همږغۍ عملیات او ګزمې تر سره کوي او دښمن ته به موقع ورنه کړي چې د پنجوايي د خلکو ژوند یو ځل بیا ناارام کړي.
افغان ځواکونه وايي، وسله وال طالبان اکثره وخت ملکي کسان د سپر په توګه کاروي او د هغوی له کورونو څخه پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، ځکه ډیری وخت عملیات هم له همدې امله ورو تر سره کیږي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments