په تیره یوه میاشت کې د نشه یي ټوکو یو شمیر قاچاق وړونکي نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د آسمایي 101 زون قوماندان رسنیو ته په خبرو کې وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه میاشت کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشه يي موادو ۹۹ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي او بيا يې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.
د کابل امنیه قوماندان داود امین وویل، له دې کسانو سره څه د پاسه یو کیلو ګرام هیروئین، ۳۶۱ ګرامه شیشه یا کرسټال، څه د پاسه ۲۹ کیلو ګرامه تاریاک، ۶۱ کیلو ګرامه چرس، ۳۴ ټابلېټ کا ګولۍ او ۳۰۳۰ ليټره الکولي مشروبات نیول شوي دي.
یاده دې وي چې په دې موده کې د کابل ښار له ۷ ناحیو څخه ۳۱۰ تنه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته وړل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments