په تیره یوه میاشت کي تر پنځه لس سوو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې ده

comments 0

3564 Views

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ویلي، د جګړو او ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله د روان میلادي کال په جولای میاشت کې تر ۱۵۰۰ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یوناما د خپاره شوي راپور له مخې دا په تېرو کلونو کې په یوه میاشت کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړې شمېرې دي.
په خپاره شوي راپور کې دغه راز راغلي، د ملکي تلفاتو د شمېر لوړېدو اصلي لامل په ښاري سیمو او دغه راز پر پوځي اهدافو باندې د وسله والو مخالفینو بریدونه او ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکې دي.
یوناما ویلي، دوی د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دي او له ښکېلو غاړو یې غوښتنه کړې ده چې د جګړې پر ځای دې د سولې هڅو ته قوت ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments