په تخار کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش-تخار: دتخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې دافغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵وسلوال مخالفان وژل شوي دي.
دتخار امنيتي چارواکي وايي ، چې په یاددو عملیاتو کې یو عراده موټر او ۹ عرادې موټرسایکلونه له منځه تللی دي.
دتخار چارواکي وايي، چې په یاد برید کې ملکي کسانو ته هیڅ راز تلفات نه دي اوښتي.
له بلې خوا دتخار اوسیدونکي وايي،افغان ځواکونه دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، ترڅو سیمې دطالبانو له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې شي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments