په تخار کې د طالبانو پر وړاندې عملیات روان دي

comments 0

386 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د د فاع وزارت ویاند روح الله احمدزی په شمال تخار ولایت کې شااوخوا اوه ولسوالۍ چې له ډېره وخته پکې د طالبانو د فعالیت خبرونه خپریدل، د افغان امنیتي ځواکونو لخوا تصفیه شوې دي.
رستاق، چاه آب، ینګي قلعه، دشت قلعه، درقد، خواجه بهاوالدین او خواجه غار د مرکز تالقان ښار شمال ته پرتې ولسوالۍ دي چې تېرو شپږو ورځو راهیسې پکې د افغان ځواکونو لخوا د طالبانو خلاف عملیات پکې روان دي.
د ښاغلي احمدزي په وینا چې یادې ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له شتون پاکې شوې دي.
د دفاع وزارت ویاند د عملیاتو د ورو مخته تللو په اړه وویل چې دښمن په ګڼو سیمو کې ماینونه ځای پر ځای کړي او باید دا ماینونه شنډ کړای شي.
ښاغلی احمدزی وایې چې طالبان قصدآً غواړي ملکي وګړي سپر واقع کړي، خو افغان ځواکونو په پوره احتیاط دغه عملیات پر مخ یوسي تر څو د ملکیانو د زیانمنیدو مخنیوی شوی وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments