په تخار کې دطالبانو یومهم غړي ووژل شو

comments 0

67 Views

هندوکش – تخار: دتخارولایت په اشکمش ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې دطالبانو یو مهم غړي له خپلو ۶ تنو وسلوالو سره یوځای ووژل شو.
دتخار والي ویاند جواد هجري وايي، چې په وژل شوو کسانو کې دطالبانو یو مهم قوماندان، چې په تخار ولایت کې یې په لسګونو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود له ۶ ملګرو سره یوځاي وژل شوي دي.
دتخاراوسیدونکي دافغان ځواکونو هڅې ستايي او وايي، چې په ټول توان سره دافغان ځواکونو ترشا ولاړ دي،او په هر نوعه شرایطو کې به دافغان ځواکونو ملاتړ کوي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments