په تخار ولایت کې ۲۰۰ متره پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

comments 0

21 Views

هندوکش ــ تخار: د تخارولایت په مرکز تالقانو کې ۲۰۰ متره پل د جوړیدو د پرانستې په مراسمو کې د تخار والي په ګډون او د یاد ولایت بیلا بیلو رییسانو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.
د تخار ولایت چارواکي وايي، نوموړي پل ۲۰۰ متره اوږدوالی لري او په مجموعي ډول پرې ۱۴۲ میلونه افغانۍ لګښت راغلي په نوموړې پروژه کې دسیمې ۱۵۰زره کورنیو په مستقیم او غیر مستقیم ډول ترې ګټه اخیستې ده.
د سیمې اوسیدونکي له افغان حکومت څخه خوښ دي او وايي، چې په هېواد کې دې دې ته ورته نورې بنسټیزې پروژې پلي شي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments