په تخار ولایت کې میرمنو د سولې له پروسې د ملاتړ سربیره د میرمنو په ونډه ټینګاروکړ

comments 0

1057 Views

هندوکش ـ تخار: په تخار ولایت کې سلګونو میرمنو د یوې غونډې په ترڅ کې د سولې پروسې د ملاتړسربیره د میرمنو په ونډه ټینګار کړي او له طالبانو یې غوښتنه کړې ده، چې د سولې په پروسه کې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړئ او له بې ګناه افغان وژنې څخه لاس واخلئ.
دوي همدا راز وايي، سولې ته د رسیدو یوازنۍ لاره دیو بل منل دي، دوي له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې دسولې پروسې دبریالي کیدو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي او دسولې ملاتړ وکړي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments